IQNA

په افغانستان کې دې  په ملی حکومت کې ټول قومونه او ډلې ټپلې رول ولرل شي

7:11 - May 07, 2023
د خبر لمبر: 3487296
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی شورا مشرپه سیمې کې د ایران او ازبکستان رول ته په اشارې سره ووئيل، سیمې هیوادونه دې د افغانستان له جوړجاړي سره دمرستې لپاره  له یوه بل سره ملګرتیا ولرل شی  او ټول باؤري یوو چې په افغانستان کې د ملی حکومت په جوړولو کې دې ټول قومونه اوډلې ټپلې رول ولري څوپه دغه  هیواد کې امنیت او پراختیا ټينګه شي.

ایکناد  خانه ملت له قوله راپور راکړ د ایران داسلامی شورا مشر  محمد باقر قالیباف پرون د ازبکستان دپارلیمان له مشر نورالدین  جان اسماعیل اف سره له کتنې وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې ووئيل، دایران داسلامی جمهوریت بهرني سیاست ته پهپام سره چې خپل لومړیتوب ئې  له ګاونډيو هیوادونوسره په تیره بیا له اسلامی هیوادونو سره داړیکو په پراختیا سسټماټيک کړی دی، یوهغه مهم چورلیز چې د سیاسی،اقتصادي و کلتوری حوزو پشمول په مختلفو برخو کې د مینځنۍ آسیا له هیوادونو سره  د ارتباط  د ودې او پیاوړتیا سبب کیدلی شي.

د ایران داسلامی شورا مشر په وام کې ووئيل، د مینځنۍ آسیا سیمې په حوزې کې اربکستان هیواد د آبادۍ له پلوه لومړی رتبه لري اوددواړو هیوادونو ترمینځ په تیره بیا له شماله جنوب  او ختیځ اولویدځي چورلیزونو کې  په اقتصادي  حوزې اودغه راز د ټرانسپورټ  اوټرانزیټي  حوزو کې ملګرتیا ښئ  ښې زمینې شته دي .

قالیباف  دسیمې په امنیت کې ددواړو هیوادونو رول ته په اشارې سره  ووئيل، په افغانستان کې رامینځةشوو موضوعګانو ته په پامس ره  ګاونډي هیوادونه  له افغانستتان سره مرستې لپاره باید له یوه بل سره مرسته وکړي ود سیمې درست هیوادونه په دې اند دي چې په افغانستان کې د ملی حکومت په جوړولو کې  باید درست قومونه اوډلې ټپلې  رول ولرل شي څو په دغه هیواد کې پراختیا او امنیت ټينګ شي.هغه په عین حال کې  هیله وښودله چې دغه ناستې او راشه دیرشه   په سیمې کې د سیاسی ،اقتصادي او کلتوری مبادلاتو ب دپراختیا سبب شي.

د ازبکستان د پارلیمان مشر نورالدین جان اساعیل اف هم په دغه ګډ خبری کنفرانس کې ووئيل، ایران اوازبکستان  د اړیکو د لرلید په باب سره ګډ  نظر لري  او هیله ده دا اړیکې او راشه دیرشه د  دواوړو هیوادونو په ارتباط او دغه راز دسیمې د امنیت او پراختیا په چټکتیا کې ښه راتلونکی ولری. او داړیکو د پراختیا لپاره ددواړو هیوادونو ظرفیَتونو او امکاناتو بشپړ استفاده وشي.

د ازبکستان د پارلیمان مشر دبهرنی سیاست په حوزې کې ددواړو هیوادونو مشترکاتو ته په اشارې سره ووئيل، ددغو اړیکو پراختیا او وده به د دواو هیوادونو او دسیمې د امنیت او ثبات او ترقۍ لپاره ډيرې زمینې برابرې کړي. هغه د افغانستان موجوده وضعیت ته په اشارې سره چې  دایران او ازبکستان لپاره ډير مهم دی ووئيل، ازبکستان و ایران کلک هوډ لري چې په افغانستان کې د سولې ،امنیت او ثبات د ټينګیدا لپاره  خپله ټولې هڅې وکاروي څو په نتیجې کې ئې په سیمې کې هم امنیت ټینګ شي. دسیمې هیوادونه باید د یو بل په مرستې او مشورو سره خپل سیمه ایز امنیت اوثبات پخپله ټينګ کړي او بهرنیان هر وخت پخپلو ګټو پسې وي او دسیمې امنیت اوسوله د رغیدا په ځاي لا پیچلي کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4138861/%    

captcha